_ _ _ _____ ___ __ __ _(_) | _(_)___ / ( _ ) / /_ ___ ___ _ __ ___ \ \ /\ / / | |/ / | |_ \ / _ \| '_ \ / __/ _ \| '_ ` _ \ \ V V /| | <| |___) | (_) | (_) | (_| (_) | | | | | | \_/\_/ |_|_|\_\_|____/ \___/ \___(_)___\___/|_| |_| |_|
ختیځه ارتودوکس کلیسا، چې د ارتودوکس کلیسا په نامه هم یادېږي، دویمه لویه عیسوي کلیسا ده، چې نږدې ۲۲۰میلیونه تعمید شوي غړي لري. دا د خپلسرو ټولنو د اتحادیې په توګه کار کوي، چې هر یو یې د خپلو کشیشانو او پیروانو له خوا په سیمه ییزو غونډو کې اداره کېږي. دغه کلیسا د رومن کاتولیک کلیسا د مشر په څېر هېڅ فکري یا حکومتي واک نه لري. ختیځه ارتودوکس کلیسا، په نړۍ کې یو له پخوانیو پاتې شوو مذهبي بنسټونو نه ده چې د ختیځې او سویل ختیځې اروپا، قفقاز او منځني ختیځ په تاریخ او کلتور کې مهمه ونډه لري. ختیځه ارتودوکس کلیسا په رسمي توګه ځان د ارتودوکس کاتولیک کلیسا بولي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
دا کلیسا اووه لوی مذهبي مراسم لري، چې ترټولو مهم یې د رب مېلمستیا ده، چې په غونډو کې د عبادت په بڼه لمانځل کېږي. [۱۶][۱۷]
ختیځ ارتودوکس عیسویان زیاتره په سویل ختیځه او ختیځه اروپا، قبرس، جورجیا، د قفقاز سیمې په ځینو برخو، سایبریا او د روسیې په لرې ختیځ کې ژوند کوي. نږدې نیمایي ختیځ ارتودوکس عیسویان په شوروي ایالتونو کې مېشت دي، چې ډېری یې په روسیه کې دي. د افريقا په پخوانيو بازنطيني سيمو، ختيځې مديترانې او منځني ختيځ کې داسې ټولنې هم شته چې د مذهبي ځورونې د زياتوالي له امله جبري کډوالۍ ته اړ شوي دي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
ختیځه ارتودوکس کلیسا د ختیځو عیسویانو په توګه تعریف شوي چې د اووه کلیساګانو شوراګانې په رسمیت پېژني او معمولا له اکومینیکل کلیسا،الکساندریا کلیسا، انټیوچ کلیسا او بیت المقدس کلیسا سره په اړیکه کې دي. د ختیځې ارتودوکس کلیساګانو له خوا په رسمیت پېژندل شوې اووه نړیوالې شوراګانې لومړۍ نیکیا، لومړی قسطنطین، ایفیسس، چالسډون، دویم قسطنطین، درېیم قسطنطین او دویمه نیکیا دي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
د کلیسا د نړیوالتوب او د نیکین عقیدې سره سم او د ختیځو ارتودوکس چارواکو، لکه: بروکلین رافیل ټینګار کوي چې د کلیسا بشپړ نوم تل له« کاتولیک» اصطلاح سره یوځای دی، لکه څنګه چې« د مقدس ارتودوکس کاتولیک اپوستولیک کلیسا» کې راغلی دی. [۲۶][۲۷][۲۸]
د ختیځې ارتودوکس کلیسا رسمي نوم «د ارتودوکس کاتولیک کلیسا» دی، چې په دې نوم کلیسا خپل ځان معرفي کوي، دا نوم د یادې کلیسا پهادبي یا کینونیکي متنونو کې خپور شوی. د ختیځ ارتودوکس الهیات پوهان، کلیسا ته د کاتولیک په توګه اشاره کوي. دا نوم په کتابونو او خپرونو کې د سیکولر یا غیر ارتودوکس ختیځ لیکوالانو له خوا هم پېژندل شوی. د کلیسا عام نوم« ختیځه ارتودوکس کلیسا» یوه لنډه بڼه ده، چې په عادي استعمال کې له ګډوډۍ مخنیوي کوي.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]
په ۱۹۲۰ز کال کې د قسطنطنی کلیسا ډیوسیس یو متحد المال خپور کړ چې عنوان یې «ټولو مسیحي کلیساګانو ته، هرچېرې چې وي» او په دې توګه یې د جلا شوو عیسویانو ترمنځ د نږدې همکارۍ غوښتنه وکړه او له نورو کلیساګانو سره په موازي توګه یې د « کلیساګانو ټولنې» د جوړولو وړاندیز وکړ. دې ډول خوځښت، د کلیساګانو د نړیوالې شورا په بنسټ کې هم مهمه ونډه درلوده؛ چې ټولې ختیځې ارتودوکس کلیساګانې د کلیساګانو د نړیوالې شورا غړیتوب ترلاسه کړي، چې د ارتودوکس کلیسا او الهیات پوهان په دې کمېټو کې چوپړ کوي.[۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]
د تعمید غسل هغه راز ته ویل کېږي، چې ګناهګار سړی په نوي او معصوم کس بدلوي، پخوانی ژوند، ګناهونه، تېروتنې له منځه وړي او په دې توګه د پاکي لوحه (دړه) ورکول کېږي. د تعمید غسل له لارې یو سړی د ختیځې ارتودوکس کلیسا غړیتوب تر لاسه کوي اوله مسیحي بدن سره یوځای کېږي. پهعمومي ډول د تعمید غسل، د مذهبي مشرانو او کشیشانو له خوا ورکول کېږي، خو په بېړني حالت کې هر عیسوي، اورتودوکسته د تعمید غسل ورکولای شي.[۵۳][۵۴]
د ارتودوکس له نظره واده یو له مقدسو کړنو نه ګڼل کېږي. لکه څنګه چې په ډېری نورو عیسوي دودونو کې د بېلګې په توګه: په کاتولیکیزم کې، واده د خدای په وړاندې د ابدي اتحاد او مینې لپاره د یوې ښځې او سړي یوځای کېدلو ته وايي. کلیسا واده ته د نارینه او یوې ښځې تر منځ د یووالي په سترګه ګوري، د ارتودوکس ځینې مشران، د همجنسبازانو له واده او اړوندو ملکي جوړښتونو سره سخت مخالفت لري.[۵۵][۵۶][۵۷][۵۸]
د ارتودوکس له نظره، واده نه منحل کېږي؛ په دې معناچې دا باید مات نه شي، له داسې یووالي سرغړونه چې مقدس ګڼل کېږي، یو جرم دی. په دې توګه، د بیا واده اجازه ورکول د ګناهکار سړي پر وړاندې د کلیسا د رحم یو عمل دی.[۵۹][۶۰][۶۱]
د کلیسا کونډې کشیشانې او د کلیسا خادمین نه شي کولای، بیا واده وکړي او دا ډول کشیشان معمولا خانقاه ته تقاعد کېږي، چې دا موضوع د کلیسا د کشیشانو د کونډو په اړه هم صدق کوي، کله چې د دوی ماشومان لوی شي، هغوی هم باید واده ونه کړي او بایدکشیشان شي. په ۲۰۱۶ز کال کې الیګزانډریا کلیسا پرېکړه وکړه، چې په کلیسا کې د ښځینه خادمینوپه اړه حکم بیاځلې معرفي کړي. د۲۰۱۷ز کال په فبرورۍکې پاټریارک دویمه تیوډوروس، پینځه ښځې د الکساندري په کلیسا کې د کلیسا د خادمانو په توګه وګومارلې.[۶۲][۶۳][۶۴][۶۵]
د اورتودوکس کلیسا، د اداري او محلي کلتور له نظره جلا دي، خو په ډېری برخو کې له یو بل سره اړیکه لري. پر دې سربېره، ځینې تفرقه اچونکې کلیساګانېد کلیساګانو په هېڅ ډول ټولنه کې نه دې شاملې، چې ټولې درې ډلې د ختیځ ارتودوکس په نوم پېژندل کېږي.
له روسیې نه بهر د روسیې ارتودوکس کلیسا، په ۲۰۰۷ز کال کې له مسکو کلیسا سره یوځای شوه، چې دا دوه کلیساګانې په ۱۹۲۰ز لسیزه کې د پخواني شوروي د دښمن رژیم د تابع کېدو له امله له یو بل نه جلا شوې وې. یوه بله ډله چې د زړو مومنانو په نامه یادېږي، په ۱۶۶۶ز کال کې د روسیې له ارتودوکس کلیسا نه، د اعتراض په توګه، هغه مهال جلا شوه چې د کلیسا له هغو اصلاحاتو سره یې مخالفت وښوده، چې د مسکو د پاټریارک نیکون له خوا معرفي شوي وو.
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
The Eastern Orthodox are the second largest Christian communion, exceeded in members only by the Roman Catholic communion.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
There are over 220 million Orthodox Christians worldwide.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
His All Holiness is the spiritual leader of 300 million Orthodox Christians worldwideالوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
The Eastern Orthodox Churches are properly known as the "Orthodox Catholic Churchالوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
The full title of our Church is 'The Orthodox Catholic Church.'الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
The official name of the body is the Orthodox Catholic Church.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
The Moscow-based Russian Orthodox Church has at least 150 million followers – more than half the total of Orthodox Christians. ... But Mr Shterin, who lectures on trends in ex-Soviet republics, says some Moscow-linked parishes will probably switch to a new Kiev-led church, because many congregations 'don't vary a lot in their political preferences.'الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
The official designation of the Orthodox Church is the 'Eastern Orthodox Catholic and Apostolic Church.'الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
The Eastern Orthodox Churches are properly known as the "Orthodox Catholic Churchالوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
The full title of our Church is 'The Orthodox Catholic Church.'الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
The official name of the body is the Orthodox Catholic Church.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
The official designation of the church in its liturgical and canonical texts is "the Orthodox Catholic Church"الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
The official designation of the church in its liturgical and canonical texts is "the Orthodox Catholic Church" (gr. catholicos = universal).الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
The official designation of the church in its liturgical and canonical texts is "the Orthodox Catholic Church" (gr. catholicos = universal).الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
The official designation of the church in its liturgical and canonical texts is "the Orthodox Catholic Church" (gr. catholicos = universal).الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
The official designation of the church in its liturgical and canonical texts is "the Orthodox Catholic Church" (gr. catholicos = universal).الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
The official designation of the church in its liturgical and canonical texts is "the Orthodox Catholic Church" (greek catholicos = universal).الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
The official designation of the church in Eastern Orthodox liturgical or canonical texts is 'the Orthodox Catholic Church.' Because of the historical links of Eastern Orthodoxy with the Eastern Roman Empire and Byzantium (Constantinople), however, in English usage it is referred to as the 'Eastern' or 'Greek Orthodox'Church.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
Addressed "to all the Churches of Christ, wheresoever they be", the letter of the Ecumenical Patriarchate opens the words anticipating the spirit of the ecclesial bodies which would later form the World Council of Churches.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
A large number of Orthodox Churches are members of the World Council of Churches; Orthodox ecclesiastics and theologians serve on its committees and attend its conferences.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
Regarding the issue of the institution of Deaconesses, it was decided to revive this and a tripartite committee of Hierarchs was appointed for a detailed consideration of the subject.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)